د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین وايي، روسیه د اسلامي
نړۍ ډاډه متحد هېواد دی او دوی چمتو دي، چې په نړۍ کې پر مسلمانانو د فشارونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.
نوموړي د روسیې او اسلامي نړۍ د ستراتیژیک لرلید ډلې شپږمه ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې هېواد یې په نړېوالو اړیکو کې د عدالت د اصولو او د قانون د رعایت په اړه د اسلامي هېوادونو د دريځ هر کلی کوي.
پوتین هیله څرګنده کړه، چې دغه ناسته کې به د روسیې او اسلامي نړۍ هېوادونو د اړیکو پراختیا ته لاره هواره شي.