په کابل کې د امريکا پخوانى سفير وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي.
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ له کرښې هاخوا په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار درې ورځې مخکې د هغه وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې د عدلي طب او ډي اين اى تر معايناتو پورې د هغه جسد چاته نه سپاري.
په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم ويلي چې د ترهګرو خوندي ځالې او پټنځايونه نور امريکا ته د منلو وړ نه دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) به د امريکا دا نوې تګلاره درک کړې وي.
جيمز کننګهم زياته کړې:(( د ملا منصور وژنه پيلامه او ښکاره پيغام دى، امريکا نور هغه ګواښونه نه شي زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته يې خوندي ځاىونه لرل.))
د نوموړي په وينا، دا د هغو هڅو يوه پيلامه هم ده چې دوى غواړي طالبان د سياسي هواري لپاره د سولې خبرو اترو مېز ته راکش کړي.
د امريکا سفير ويلي، داسې ګنګوسې شته چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دغه هېواد کې د ملا منصور د اوسېدو لپاره زمينه برابره کړې وه، د همدې لپاره امريکا له بريده وروسته پاکستانيو چارواکو ته خبر ورکړ.
دغه امريکايي ديپلومات ويلي، چې دوى به پر پاکستان فشار راوړي چې ترهګرو ته د خوندي ځالې په ورکولو له سره غور او فکر وکړي.
کننګهم زياته کړې چې امريکا مهمې ستراتيژيکې موخې لري او په افغانستان کې د روانې شخړې پاى ته رسول يې يو له دغو موخو څخه دى.
د هغه په وينا، د دې لپاره د طالبانو مشرانو ته په ښکاره وايي چې دوى له ترهګرۍ او پوځي لارې واک نه شي ترلاسه کولى.
د امريکا پخواني سفير وويل چې د طالبانو لپاره يواځينۍ لاره داده چې د سولې لار خپله کړي او له ترهګرۍ لاس واخلي.