شنونکي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستیو سرغړونو ته په کتو وايي چې دغه هېواد د نیابتي جګړې له لارې ډیورنډ کرښه رسمي نه کړه، اوس نوې تګلاره پر مخ وړي.
پاکستان له تېر یوه کال راهیسې په ښکاره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په افغان خاوره کې د پوځي تاسیساتو او پوستو پر جوړولو لاس پورې کړی دی.
پاکستاني پوځیانو تر اوسه د پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ او هلمند ولایتونو په یو شمېر سیمو کې چې له کرښې سره نږدې پرتې دي؛ پوستې او نور تاسیسات جوړ کړي دي.
دغه هېواد دغه راز دوه اونۍ مخکې په تورخم کې هم د اوسپنیزو موانعو او ځینو پخو تاسیساتو جوړول پیل کړي وو چې د افغان سرحدي ځواکونو له مخالفت سره مخ شول.
پاکستان په یوه تازه اقدام کې په لومړي ځل پېښور ته د هغو افغانانو پر تګ هم بندیز ولګاوه چې ویزه نه لري.
دا لومړی ځل دی چې پاکستان د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه وضع کوي.
د سیاسي چارو شنونکی اکبرجان پولاد وايي چې پاکستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د واکمنۍ له سقوط وروسته د اوسني دولت تر لومړیو لسو کلونو پورې هڅه کوله چې د خپلو نیابتي جګړه مارو په مرسته په افغانستان کې د خپلې خوښې رژیم واکمن کړي.
د پولاد په وینا، پاکستان غوښتل چې له دې لارې د ډیورنډ مسئله حل کړي، خو چې ویې لیدل د نیابتي جګړې له لارې هدف ته نه شي رسېدلی، اوس یې نوي سیاست ته مخه کړې ده.
نوموړي سرنوشت ته وویل چې د نوي سیاست له مخې پاکستان غواړي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو په جوړولو او د ویزې د موضوع په راپورته کولو سره د کرښې د رسمیت مسئله راپورته کړي.
نوموړی پر حکومت هم تور پورې کوي چې په دې برخه کې بې تفاوته دی او یا دا چې قصداً غواړي د پاکستان پر سرغړونو خوله پټه کړي.
د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، پاکستان تل پر افغان حکومت د فشارونو په وسیله د ډیورند کرښې د رسمیت هڅې کړې دي.
هغه وايي، ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده او افغانان به یې کله هم ونه مني.
د علومو اکاډمۍ غړی او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر سلیمان لایق د پاکستان دغه کار یو د ښمنانه اقدام بولي.
لایق ازادۍ راډیو ته ویلي، پاکستان به هېڅکله بریالی نه شي چې د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توکه پر افغانانو ومني.
ده وویل: ((دا د پاکستان یو دښمنانه او غیر طبیعي اقدام دی، که پاکستان وغواړي له افغانستان سره خپل سرحدي مسایل د ویزې له لارې او د خپلې خوښې مطابق کنټرول کړي دا یو خیال دی او دوی به کله هم دا توفیق ترلاسه نه کړي چې د تورخم دغه کرښه کنټرول کړي.))
پاکستان تر دې مخکې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال څو ځلې هڅې وکړې چې د اغزن سیم او دېوالونو په راتاوولو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګوي، خو د پاکستان دا کار د وخت د حکومت له خوا له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
شنونکي د افغانستان له حکومته غواړي چې په دې برخه کې څرګند دریځ خپل کړي او د پاکستان د دې ډول سرغړونو پر وړاندې کلک ودرېږي.