یونان کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې سلګونه کډوال لادرکه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66651
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-04

د یونان کریتی ټاپو ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې سلګونه کسان لادرکه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ای او ایم وايي تر اوسه ۳۲۰ کسه ژغورل شوي او سلګونه نور لادرکه دي. د روان م کال له پیل راهیسې تر اوسه دوه لکه او پینځه زره کسان د مدیترانې سمندر له لارې یونان ته رسېدلي دي. د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي چې هڅه يې کوله اروپا ته ورسېږي د مدیترانې سمندر کې ډوب شوي دي.