خوست کې حزب اسلامي له دريځه د يوې ناستې پرمهال ننګه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66657
زرولي خان خوشنود
دخبریدو نیټه : 2016-06-04

د نادرشاه کوټ ولسونه دغې ولسوالۍ لپاره نوی ګمارل شوی ولسوال ښاغلی ګلاب منګل  ښې طرحې لرې او موږ باوري چې د هغه په وجود کې به په ياده ولسوالۍ کې بنسټيزې پروژې پلې او د ولسونو لومړنيو اړتياوو ته په پاملرنې سره به اغيزمنې چارې ترسره شي.

دوې چې د يوې سترې ناستې پرمهال يي د دغې ولسوالۍ ته د نوی ولسوال ګلاب منګل پرځای ټاکنه ګڼله له  خوست ولايتي ادارې کړنو يې هم بشپړ رضايت ښکاره کولو چې غواړي د ولسونو هر ډول ستونزو او مشکلاتو هواري لپاره پر ښو پروګرامونو پلې کولو کار وکړې .

مراسم چې په همدې موخه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې جوړ شوي وو پکې د سيمې ديني علماکرامو، مجاهدينو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله .

مراسمو ته د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ولسونو او قومونو په استازيتوب حاجي ظاهرمحمد د خپلو خبرو پرمهال د خوست ولايتې ادارې مشرتابه وستايو چې دغې ولسوالۍ ته يې د مېشتو ولسونو په غوښتنه يو وړشخص چې په هر ډول قومي او ټولنيزو مسائلو پوره بلد شخص  دی او د ولسونو ټولنيز ژوند پر وړاندې پراتو ستونزو حلولو لپاره مثبت او ښې طرحې لري ولسوالۍ ته د نوي ولسوال په توګه ټاکلی

هغه وويل نوی ولسوال ښاغلی ګلاب منګل  دا وخت په دې هڅه کې ده چې د ولسونو د ستونزو هواري لپاره د ولايتي ادارې په مرسته يوشمير اغيزمنې پروژې چې ولس ته به يې مستقماً ګټه رسيږي  پلې کړي .

قومي مشر حاجي ظاهر محمد په ياده ناسته کې د حزب  اسلامي مشر انجنرګلبدين حکمتيار له دريځه هم ننګه څرګنده کړه چې غواړي په اوسني مهال کې چې هېواد مو يوشمير امنيتي تهديدونو سره مخامخ دی د سولې روانې پروسې سره يوځای شي

هغه وويل موږ له همدې فرصته له طالبانو وروڼو هم غواړو چې د افغانستان ژغورنې په منظور دوی هم د حزب اسلامي  دريځ غوره کړي او په دې سره د سولې روانې پروسې سره يو ځای شي.

غونډې ته  بيا پخپل وار سره د دغې ولسوالۍ د ځوانانو په استازيتوب مشر اميرمحمد يون، د مدني ټولنې په استازيتوب ناصرحقمل او د ديني علما وو په استازيتوب دينې عالم مولوي  جمال ناصر خبرې وکړې .

ويناوالو په يو غږ د خوست ولايتي ادارې له کړنو ملاتړ ښکار کولو او دغې ولسوالۍ ته د ګلاب منګل په څېر د يو ټولنيز شخصيت ټاکنه يې پر ځای ګام باله او هم يې د خپل غوڅ ملاتړ خبر ورکوه .

دوي همداشان حزب اسلامي مشر انجنر ګلبدين حکمتيار له دريځه چې غواړي حکومت سره په اوسني مهال کې روغه وکړې خپل کلک ملاتړ څرګند کړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې دوی دې هم د حکومت سره په سياسي چوکاټ يوځای کېدو لپاره دغې پروسې سره پيوست شي.

مراسمو ته د وروستي ويناوال په توګه د نادرشاه کوټ ولسوال ښاغلی ګلاب منګل د خپلې وينا پرمهال وويل زه وياړم چې دلته په راتګ سره مې د دغې ولسوالۍ پتمن ولسونه د خپلو کارونو ترشاه ولاړ دي .

هغه زياته کړه زه تاسې ته بشپړ ډاډ درکوم چې خوست ولايتې ادارې مشرتابه خوست والي استاد پوهنمل حکم خان حبيبي نادرشاه کوټ  ولسوالۍ ته ځانکړي پاملرنه لري او ژر ده چې په ياده ولسوالۍ کې به د هغه په بشپړې پاملرنې سره د ولسونو د خوښې سره سم  په بېلابېلو برخو کې اغيزمنې او ټولګټې پروژې پلي کړو.

ولسوال ګلاب منګل د دې ترڅنګ غونډې برخوالو ته ويل چې  موږ دلته پخپل راتګ سره د بې سرحده ډاکټرانو يوې څانګې پرانېستې ترڅنګ خلکو ته وړ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په منظور د ١٥ بستريز روغتون څلورد يوالۍ ستونزه هم  حل کړي چې کارونه به يې ژر تر ژره پيل شي چې  وروسته به يې په دوام نورې پروژې لکه : استنادي ديوالونه ، پلونه پولچکونه ورته نور کارونه هم ترسره شي.

د نادرشاه کوټ ولسوال ښاغلي ګلاب منګل  ولسونو ته وويل زه تاسې ته بشپړ اطمېنان درکوم چې ستاسې ټولې روا غوښتنې به د ولايتي ادارې سره بې له ځنډه د حل په منظور شريکوم او هغوی څخه به غواړم چې ستاسې هر ډول ستونزو او غوښتنو پر وخت ځواب ووايي.

ولسوال ګلاب منګل ددې ترڅنګ  په يادو مراسمو کې د حزب اسلامي مشر انجنرګلبدين حکمتيار له دريځه هم خپل ملاتړ ښکار کړ چې غواړي د په اوسني حساس مهال کې د افغانستان په ثبات کې بارز رول ولوبوي .

ده هم له وسله والو طالبانو وغوښتل  چې د حکمتيار په څېر له حکومت سره د روغې جوړې ميزې ته کېښني او نور په دغه هېواد کې د وژنو او وينې بهونې لړۍ بنده کړي .

مراسم د سمسور افغانستان دوعايي په ويلو سره پای ته ورسيدل .