مرحوم مولانا عبدالحق د طلاقو مساله څنګه حل کړه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66664
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2016-06-01

د طالبانو او مولانا سميع الحق د پام وړ :

خان يې له ځان سره پر چايو څښلو بوخت کړ او مېرمن يې د حقانيې شا ته له طالب سره د ګنيو پټي ته ولېږله

طالبه! کله به ته پوی شې چې د مولانا سميع الحق په وسيله دې خپله نامشروع استخباراتي تړل شوې نکاح نوره له پنجاب سره وشلوې؟ څنګه بېځايه د خپل وطن ورانولو لپاره وکارول شوې؟ سر، سترګې او غوږونه دې در خلاص کړه چې نور ورپسې له ګړنګونو ونه غورځېږې. مکرر له سوړو وچيچل شوې، خو بيا هم لا په هماغه خطرناکو سوړو کې ګوتې وهې او هلته اوسېږې، ولې دې له سولې او خپل هېواده بل ليدلي دي؟ پنجاب سوله نه، بلکې تداوم غواړي.

فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ ۗ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظَنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۗ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ


په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې يوه ورځ زموږ استاد مرحوم سيد عبدالستار پاچا د باړې په دارالعلوم هاشميه کې د تفسير په وخت کې د پورته ياد شويو اياتونو د تدريس په وخت کې د طلاقو په بحث کې د خپلې طالبۍ د وخت د مرحوم مولانا عبدالحق د وخت کيسه وکړه چې زموږ د لرې پښتونخوا يو واکمن او زورور خان خپله مېرمن چې په ډېره مينه يې کړې وه، د غوسې په وخت کې يې طلاقه کړې وه. مولانا سميع الحق ته به هم دا کيسه ياده وي. دا پېښه په ۱۹۷۰ يمو کلونو کې شوې ده.

خان چې کله ارام او غوسه يې سړه شوې وه او لږ په هوش راغلی وو چې دا مې څه وکړل چې خپله مېرمن مې په ناحقه طلاقه کړه، نو بيا يې له ملايانو نه پوښتل چې که څه لار ورته برابره کړي چې بيرته خپله مېرمن خپله کړي. خان هم د جايداد او هم د حکومت له پلوه ډېر واکمن وو. خپله او هم يې خپله ټوله خېلخانه په حکومت کې د لوړو څوکيو او د ډېر واک څښتنان ول. د چا پرې زور هم نه رسېده چې ښځه ترې په عذر او يا زور راوباسي او د خسرګنۍ زور يې هم پرې نه رسېده چې خپله لور ترې راخلاصه کړي.

ښځه يې له ځان سره ساتلې وه. د کلام پاک د حکم پر اساس به ښځه د خاوند په کور کې د هغه له وفات وروسته څلور مياشتې ولس ورځې تېروي چې د طلاقو او زواج ((نکاح)) دواړو حکم يو شی او له هغې وروسته به خپلې پلار ګنۍ ته ځي، خو ده له ځان سره ساتلې وه او نه يې پرېښووله. دا حکم په هغه صورت کې دی چې ښځه اميدواره نه وي، که اميدواره وي، نو بيا خو به تر ولادت پورې انتظار وباسي. د حکومت پرې هم زور نه رسېده. هر ملا و هر عالم ته به چې ورغی، نو هغه به ورته همدا ويل ((حتی تنکح زوجاً غيره)) تر څو چې بل چا نکاح کړې نه وي، نو تا ته بيرته روا نه ده، نو ده ته به دا خبره ستوغه برېښېده چې اوس څنګه زما ګرانه مېرمن بل څوک په نکاح واخلي؟ هغه ورسره نکاح وتړي او خواږه يې وڅکي. هغه يې بيا پرېږدي ((طلاقه کړي)) او بيرته يې زه په نکاح کړم، نو ما ته به بيا خلک پېغور راکوي چې ستا ښځه خو ...

خان به بيا کلي پر کلي او يوځای بل ځای ګرځېده او له يو ملا و بل ملا نه به يې پوښتل او هغه ته به يې خپله کيسه ويله، نو هغوی هر يو به ورته همدا يوه خبره کوله چې له دې پرته يې بله چاره نشته، نو هغو به چې د ده په خوښه فتوی ورنه کړه، نو له هغه به راجګ شو او ورته به يې ويل چې ((ته په څه نه پوهېږې)) او ترې به ناهيلی راروان شو.

خان ډېر وګرځېده، خو له هېچا يې د خپلې خوښې او د زړه فتوی وانه ورېده، بالاخره چا ورته ويلي وو چې مشر مولانا يعنې مولانا عبدالحق ته اکوړې ته ورشه او هغه به يې درته څه حل راوباسي او دا نور ټول هسې واړه ملايان دي، د دوی په دې خبرو سر نه خلاصيږي. هماغه وو چې سړی بالاخره اکوړې ته يعنې حقانيه ته راغی. مولانا صاحب درس ته ناست وو او خان هم کښېناست. کله چې درس خلاص شو، نو مولانا صاحب ته وروړاندې شو او هغه ترې وپوښتل چې خير خو دی؟ څنګه راغلی يې؟ نو ده (خان) ورته وويل چې له تا سره مې لږ پټ شانته کار دی او خپله کيسه يې ورته وويله چې زه پر ټولو ملايانو باندې وګرځېدم او ټولو راته همدا يوه خبره کوله چې ستا مېرمن بايد يوځل بل څوک په نکاح کړي او له هغې نه وروسته يې هغه بيرته خوشې کړي، نو بيا به تا ته روا شي، کنه، هسې روا نه ده. تا ته پته ده چې پښتانه دا خبره کله زغملی شي چې اوس يې ښځه بل څوک په نکاح کړي او هغه ورسره څملي او بيا يې هغه بيرته خوشې کړي.

مرحوم مولانا عبدالحق دلته په دوو کې شو :
• يو دا چې سړی ډېر زورور او واکمن دی. د هېچا پرې زور هم نه رسيږي چې پر وړاندې يې ودريږي چې يا يې ترې په عذر او يا پخپله په زور او يا د حکومت په مټ ترې راخلاصه کړي چې دا هم شونې نه ده. د ښځې هم خوښه وه چې بيرته له خپل خاوند سره پاتې شي او د هغې هم له بل چا سره نکاح او نزدېکت کله زړه منه؟

• دويم دا چې سړی ناپوه دی. په دې نه پوهيږي چې له عدت وروسته څنګه نامحرمه طلاقه شوې ښځه په کور کې ساتې. نه يې پلارګنۍ ته پرېږدې او نه يې بل چېرې او ښځه هم په دې خوښه ده چې له خپل خاوند سره پاتې شي. له يو لورې د خان زور او له بل لورې شرعي مزاحمت وو چې څنګه ښځه له شرعي مجوزيت پرته په کور کې ساتې. د مولانا صاحب خواخوږي له ښځې سره وه چې څنګه يې ترې خلاصه کړي؟ که اقدام کوي، نو وسه يې نه رسيږي او که نه يې کوي، نو دی څنګه خپل علمي وشرعي مسووليت اداء کولی شي چې ښځه ترې ازاده او له قيده خلاصه شي.

دلته يې د خان له سر زورۍ او سرتنبه ګۍ نه له حکمته کار واخېست. ځکه چې له يوې لورې يې له خان سره واک او زور برابر نه وو. نه يې پخپله او نه يې د حکومت له لورې، ځکه چې هغه پخپله او هم يې ټوله کورنۍ وخېلخانه په حکومت کې واکمن خلک وو او هغوی ټول د ده پر خوا ول او له بل لورې يې بيا د شريعت خلاف کار تر سترګو شو چې له عدت وروسته يې ښځه په کور کې ساتلې او نه يې پرېږدي چې ولاړه شي. ښځه هم پر دې خوښه وه چې بيرته له خپل خاوند سره پاتې شي. هغې ته هم دا ستوغه برېښېده چې څنګه زه اوس له بل چا سره يوځای شم؟ د کلام وحديث مطابق له دې پرته بله چاره نه وه. کلام پاک ورته د ((حتی تنکح زوجاً غيره)) قيد کارولی. حديث ورپسې خبره نوره روښانه کړې چې نه يوازې مطلق نکاح نه ده، بلکې د ((غُسيل)) کلمات ورته کارولي چې دواړه يو د بل شات يعنې خواږه وڅکي. له دې وجهې نه ځينې علماء خلوت صحيحه هم نه مني تر څو چې دواړه سره مخته ولاړ نه شي. حيله به هم نه جوړوي. که دوی دواړه په نکاح خوښ وو، نو څوک يې بيرته په طلاقو مجبورولی نه شي. اګر چې ځينې د حيلې په توګه خلوت صحيحه هم درست ګڼي.

مولانا صاحب ښځه پوه کړه چې درست ده چې نه ستا او نه يې ستا د خاوند زړه مني، خو بله چاره يې نشته، خو دا تر تا پورې اړه لري چې خاوند دې په دې مه پوی کوه چې څه پېښ شول؟ که ستا خوښه وي چې بيرته له خپل خاوند سره پاتې شې، ځکه چې هغه هم او خاوند يې هم له کلتوري پلوه د طلاقو له ټکي او بدنامۍ نه وېرېدل او بله دا چې د دواړو ترمينځ زياته مينه وه. خاوند هم جلاوالی نه غوښت او ښځه هم پر جلاوالي خوښه نه وه، خو په بيرته يوځايوالي کې يې شرعي مزاحمت موجود وو او هغه د ښځې او د نوي څښتن له وصلت پرته مشکل وو، نو هماغه وو چې ښځه راضي شوه او قناعت يې وکړ.

مولانا صاحب ته يې وويل چې درست ده چې تاسو وايی زه به همدغسې وکړم، خو خاوند مې مه پوی کوئ. مولانا صاحب ورته وويل چې زه يې نه وايم، بلکې دا د الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم حکم دی. مولانا صاحب ښځې ته ډاډه ېينه ورکړه چې ته دې خپل راز خوندي ساته او خاوند ته دې يې مه وايه، خو تاسو دواړو ته به بيرته لاره خلاصه شي. يو طالب يې هلته پيدا کړ او هغه يې په کيسه باندې پوه کړ چې دغسې کيسه ده، نو طالب هم د لاسا شو چې بس سمه ده. خان ته يې چای راوغوښتې او هغه يې له ځان سره پر چای څښلو بوخت کړ او مېرمن او طالب يې ورته د حقانيې شا ته چې په هغه وخت کې د حقانيې شا ته دومره ابادي نه وه، ټول د ګنيو پټي وو، ښځې وطالب ته يې نکاح وتړله او له نکاح وروسته يې دواړه هلته د ګنيو پټي ته ولېږل. هغوی دواړو هلته د ګنيو په پټي کې يو د بل خواږه وڅکل او بيرته راغلل او مولانا صاحب ته يې طلاق واچول او ښځه يې پرېښووه چې هغه بيا له دې وروسته بيرته خپل لومړني خاوند ته هملته په حقانيه کې په نکاح کړه، خو ښځې ته يې وويل چې نکاح مو درست، خو خاوند ته به څلور مياشتې نه ورنژدې کېږې او نه به هغه ځان ته پرېږدې چې کله عدت يعنې څلور مياشتې ولس ورځې تېرې شي، نو بيا به تاسو يو له بل سره نژدې کېدای شئ او خپل عادي ژوند بيرته شروع کولی شئ.

خان داسې خوشاله وو چې مولانا صاحب يې کار ورته دومره په اسانه خلاص کړ او نوې نکاحنامه يې ورته ورکړه، نو هغه به بيا پر هغه ملايانو ګرځوله چې ده ترې د خلاصون لپاره فتوی غوښته، خو هغوی به ورته همدا يوه خبره کوله او هغه د دې زړه نه منله. د خان مطلب خو د هغوی چلينجول وو چې تاسو په څه نه پوهېږئ او هسې نيمچه ملايان ياست او ننګول به يې، خو هغوی بيا په دې خوښ ول چې له خانه خلاص شول، داسې نه چې سبا ته ورته څه مشکل پيدا نه کړي. مولانا صاحب په خط (نکاحنامه) کې ليکلي وو چې ما يې نکاح په شرعي لحاظ درست ترسره کړې، ملايان پرې پوهېدل، خو خان بيا په دې ټکي نه پوهېده چې مولانا صاحب څه بلا چل کړی او دا خبره يې په پوره حکمت سره حل کړې ده.

هغه خو به ملايان ننګول، خو له دې خبر نه وو چې مولانا صاحب يې کار کړی او دی پرې خبر هم نه دی او نه يې پرې سر خلاصيږي او نه پوهيږي چې مولانا صاحب هماغه کار د نوموړي د مېرمن په سلا ومصلحت سره هماغه ناشونی کار پرې شونی کړی او لانجه يې ورغوڅه کړې وه.

نو راځم دېته چې دا خو د طلاقو مساله وه چې پلار يې هغه وخت په څه حکمت سره حل کړې وه، خو نن زموږ د طالبانو او د افغانستان د وخت حکومتونو او د پاکستان د وخت حکومتونو او استخباراتي او پوځي چارواکيو په يوې نااعلان شوې جګړه کې زموږ د ساده ګانو طالبانو کيسه هماغسې ورخرابه کړې چې پلار يې د هغه وخت د خان ورخرابه کړې وه.

دوی خو به مولانا صاحب سميع الحق خپل استاذ ګڼي، خو استاذ يې له بده مرغه د پوځي واستخباراتي چارواکو سره ښکېل دی او د دوی د فراغت په وخت کې به يې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ يو نظامي تيوريسن جنرال حميد ګل هم دستار فضيلت ته راغوښته او دوی نه پوهېدل چې دغه د څارګرې ادارې جنرال يې د ګران هېواد افغانستان څومره تباهي وبربادي کړې ده او لا لګيا دی د دوی د استاذ په لارښوونه او سياسي ملاتړ يې څومره بېګناه وطنوال وژني او دی يې توپير نه شي کولی.

دا چې له ملا عمره رانيولې تر حقانيانو او ملا منصور او ننني هبت الله پورې په دې نه پوهيږي چې مشر استاذ يې د اسلام اباد د سره يا لال جومات په پېښه کې پر هغه شپه چې د ديکتاتور مشرف له خوا پرې د نظامي تاړاک امر وشو او دوی درېواړه يعنې بيت الله محسود، مولانا فضل الرحمن او مولانا سميع الحق پارلمان ماڼۍ ته مخامخ په جي بلاک کې ول او هلته يې د بېګناه پښتنو ښځينه شاګردانو وينې وبهولې او دوی وړانده لا بيا هم د مولانا صاحب فتواو ته سترګې نيولي دي او د خير تمه ترې کوي.

مولانا صاحب خو يوه ورځ هم د خپل حکومت پر خلاف راپورته نه شو او نه يې مظاهره او کوم احتجاج وکړ چې ولې د طالبانو د ډلې مشر ملا عبدالغني برادر، ملا عبيدالله اخوند، ملا معتصم اغا، عبدالرحيم ثاقب او داسې نورو په هکله د خپل حکومت پر ضد مظاهره وکړي چې ولې له دې خلکو سره ظلم وشو او اوس لا وايی چې ((د ملا اختر منصور له وژنې سره د طالبانو او افغان دولت تر منځ خبرې اترې اوس ناشونې دي، ځکه چې د ده په خبره ملا اختر منصور غوښتل له افغان دولت سره خبرې وکړې، خو په خبره يې امريکا نه غوښتل چې دغه خبرې بريالۍ شي)).

د نوموړي خبرې د سرتاج عزيز د خبرو ملاتړ او د حکومت له سياسي دريځه ملاتړ دی نه نور څه، نو په داسې يو صورت کې هېڅکله د مولانا سميع الحق فتوی د افغان طالبانو لپاره د افغانستان په هکله مدار د اعتبار نه ده، بلکې دا د پاکستان د پوځي واستخباراتي کړيو يا په بله مانا د پاکستان له لورې پر افغانانو باندې د نااعلان شوې او تپل شوې جګړې تمثيل يا استازيتوب کوي، خو دومره چې د هغوې د زړه غوښتنه او موقف د يو پښتون ديني بنسټ له خوا د خپلو پښتنو په مقابل کې د مولانا سميع الحق له خولې راوځي او د هغوی د زړه غوښتنه موږ ته د نوموړي پر خولي راوباسي، خو زموږ ساده لوحه او ساده ګان د خپل استاذ پر دغه سياسي لوبه سر نه خلاصيږي چې استاذ يې نه د دوی او نه يې د هېواد په خير دی او خالص ضرر وتاوان يې دوی ته هم متوجه دی.

په دې هيله چې طالبان نور خپل له سياسي درايته کار واخلي او د الهي سپارښتنې پر بنسټ د سولې لاره غوره کړي چې الله تعالی ورته ښه ويلي او نور د پاکستان له دوه مخي سياسته ځانونه وژغوري او له خپل مخالفته لاس واخلي. د طالبانو اسلامي وشرعي او اخلاقي دنده دا ده چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي. د دوی دنده جګړه نه، بلکې اصلاح وسمون دی او سمون په سوله ومفاهمت سره راځي نه په تشنج او تشدد يا سختدريځۍ سره او نه له دې لارې مخې ته تلای شي.

نوټ :
زه پر مولانا سميع الحق باندې په زغرده غږ کوم چې نور د طالب سره د خواخوږۍ په پلمه له افغانوژنې لاس واخله! افغانان پوهيږي چې دا د پرديو جګړه ده چې پر موږ باندې د اسلام په نوم راتپل شوې، حال دا چې هېڅ اسلامي صبغه نه لري او نه څوک د چا استخباراتي جګړې ته د جهاد نوم ورکولی شي. افغانان له ده څخه د يو پښتون ديني بنسټ او بنسټګر په توګه هيله لري چې د نورو پوځي وڅارګريو ادارو استازيتوب مه کوه! هغوی دې نران شي د افغانستان په تړاو دې فتوی ورکړي، خو دا کار هغوی نه شي کولی. زموږ مساله سياسي - حقوقي مساله ده چې سياسي - ديپلوماتيک حل غواړي نه شرعي.

په درنښت


د بلوچستان بريد خلاف د پاکستان مذهبي ګوندونو احتجاج
http://www.bbc.com/pashto/world/2016/05/160529_pakistan_drone_protest