د سلما بند پرانیسته افغانانو ته د پر ځان بسیا راتلونکې ډاډ ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66668
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-04

د افغان- هند دوستي بند (سلما) چې په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه بلل کېږي، پرون رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه بند پرانيسته د ولسمشر اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له لوري په هرات ولایت کې وشوه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې له څلوېښتو کلونو انتظار وروسته نن د افغانانو دا هیله پوره شوه. غني زیاته کړه: ((هند د افغانستان لپاره د رڼا، زرغونتيا او ښېرازۍ په معنا دى چې د سلما بند په پرانيستلو د هند سترو پروژو لومړى پړاو پاى ته ورسېد او هيله ده چې د خپلو پروژو دويم پړاو پيل کړي.)) نوموړي وويل چې د سلما بند په پرانيستې سره د سړې جګړې د وخت له منسوخ شوو سياستونو سره مخه ښه وشوه. ولسمشرغني وويل چې سلما بند جوړول د اقتصادي اړخ تر څنګ د خلکو پر ټولنيز ژوند هم مثبت اغېز لري او له څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانستان د خلکو پخوانۍ هيله ترسره شوه. د هغه د معلوماتو له مخې، هندوستان په تېرو کلونو کې څه باندې دوه سوه کوچنۍ او سترې پروژې په افغانستان کې ترسره کړې دي. غني زياته کړه چې د افغانستان پرمختګ د هندوستان د پر مختګ په معنا دى او د دې برعکس؛ ځکه دواړه هېوادونه د راتلونکي لپاره ګډ ليدلورى لري. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خبرو پر مهال وويل، سلما بند د افغانستان د پرمختګ په برخه کې يو بل ستر ګام دى او د افغانستان او هندوستان د اړيکو لپاره د وياړ او احساساتو ډکه تاريخي شېبه ده. هغه زياته کړه: ((له دې ډېر منندوى يم چې د سلما بند د افغان- هند دوستۍ بند په نوم نومول شوى، موږ په حقيقت کې د افغانانو د خير غوښتنې او لويۍ د روح لپاره د تواضع احساس کوو، سيندونو د نړۍ ستر تمدنونه رامنځته کړي، د سيندونو په جريان کې د انساني پرمختګ لورى روان دى.)) هغه وویل، موږ نن يوازې داسې پروژې نه پرانيزو چې ځمکې اوبه کوي او کورونه روښانه کوي، بلکې يوې سيمې ته ژوند وربښو، هيلې ژوندۍ کوو او ژوند راژوندى کوو، د افغانستان راتلونکى له سره تعريفوم. دا پروژه د ټولو افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه او د ملګري هېواد په توګه یې د هند له دې مرستې مننه وکړه. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د ټیلېفون له لارې د سلما بند د جوړولو په برخه کې د هند هېواد له مرستو مننه کړې ده. کرزي هیله څرګنده کړې ده چې د چابهار او سلما بند په څېر نورې بنسټیزې پروژې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.