کلنټن: د امریکا خلک غواړي ولسمشر وټاکي، نه دیکتاتور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66669
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-04

د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند مخکښه نومانده هیلري کلنټن وايي چې د امریکا خلک غواړي ولسمشر وټاکي، نه دیکتاتور. د کلنټن اشاره خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته ده، چې په دې وروستیو کې د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د دواړو سیالانو ترمنځ پر یو بل نیوکې زیاتې شوې دي. تر دې مخکې ټرمپ ویلي وو چې هیلري کلنټن باید د بهرنیو چارو وزارت کې د دندې پر مهال د ځینو سرغړونو له امله زنداني شي. خو کلنټن پرون په یوه غونډه کې وویل چې د امریکا خلک غواړي یو ولسمشر انتخاب کړي، نه دیکتاتور.