د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو درې عام وګړي په ډزو وژلي دي. د بلخ امنيه قومندانۍ وياند شېرجان درانی وايي، دغه پېښه د چاربولک په شرشره سيمه کې شوې ده. ده زياته کړې، چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي، خو دا لا نه ده جوته چې دا کسان وسله والو مخالفينو وژلي او که د خپلمنځيو شخړو په پايله کې وژل شوي دي