د حزب اسلامي سرچینې وایي چې د دغه پلاوي مشري انجینیر امین کریم کوي او په ترکیب کې یې د حکمتیار زوی حبیب الرحمان او نور نوي کسان شامل دي. د حزب اسلامي پلاوي څه موده مخکې د سولې خبرو د مسودې پر طرحې له افغان حکومت سره هوکړه وکړه او د وروستي لاسلیک لپاره ولسمشر غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته واستول شوه. ویل کېږي د طرحې په دوو مادو کې حکمتیار ملاحظات لري، خو د نوي پلاوي مشر وایي چې له سولې شورا او حکومت سره له خبرو وروسته به په دې اړه معلومات ورکړي.