د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، د امنیتي ځواکونو مسلکي غفلت او بې پروايي د شیر ولي وردګ د وژلو سبب شوې. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له مسلکي اړخه د ځای پر ځای شوي ماین سیمې ته تر تګ مخکې باید یاده سیمه له عامو خلکو خالي کړای شي، چې مسلکي ټیم خپل کار په ډاډه زړه ترسره کړي.
صالح وړاندې لیکي، دویم قدم کې باید د څپو یا فریکونسۍ د له منځه وړلو په موخه ځانګړی سیسټم چې افغان دولت یې په واک کې لري ولګول شي، څو د ماین ریموټ خپل کنټرول له لاسه ورکړي.
نوموړي دغه راز لیکلي، چې تر دې وروسته باید پرته له مسلکي ټیم څخه هیڅ چا ته او په هیڅ عنوان اجازه ورنه کړل شي، چې د ځای پر ځای شوي ماین څو سوه مترۍ ته نږدې شي.
د امرالله صالح د مالوماتو پر اساس؛ ټیم باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د ریموټ کنټرول څپې له فعالیته لوېدلې او وروسته دې د ماین ساحې ته نږدې شي، لومړی دې د ماین فېوز او لاین پرې کړي او نور کارونه دې په خپله تخنیکي ساحه کې ترسره کړي.
نوموړی د پوښتنې په توګه وايي، څنګه امکان لري، چې یوه وکیل ته اجازه ورکړل شي، چې ځای پر ځای شوي ماین ته دومره نږدې ورشي. هغه پر یادې پېښې خواشیني څرګنده کړې او د جدي څېړنې غوښتنه یې کړې ده.