د سولې شورا: ښکېل اړخونه دې د روژې په رارسېدو جګړه ودروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66680
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-06

د سولې عالي شورا د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې دې مياشتې ته په احترام له هر ډول تاوتريخوالي څخه لاس واخلي. د يادې شورا له دارالانشاء څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روژې مياشت د ورورۍ، برابرۍ، یو بل منلو، بښنې، معنویاتو د پیاوړتیا او په یوه ټکي کې الهي احکامو او فرامینو ته د بشپړې تسلیمۍ میاشت ده. سرچينې زياته کړې، څرګنده ده چې که سوله او امنیت نه وي، نو د الله تعالی عبادت هم په غوره توګه او ډاډه زړه نه شي ترسره کېدلی، نو د تلپاتې سولې او امنیت تامین د طاعاتو او عباداتو د ادا کولو لپاره ډېر اړین دی. د سولې عالي شورا یو ځل بیا د افغانستان په لانجه کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي، چې د روژې مبارکې میاشتې په احترام او روژه تیانو ته د عبادت د ډاډمنې فضا د رامنځته کولو په خاطر له هر ډول تاوتریخوالي او وېرې اچونې لاس واخلي، څو په دې توګه دا بختورې ورځې له ډار او وحشت پاکې تېرې شي.