نامالومو وسله والو د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ماين پاکۍ د يوې مؤسسې پر دفتر بريد کړی او د اوو موټرو د سوځولو تر څنګ يې د دغې مؤسسې څلور کارکوونکي له ځان سره بيولي دي. ځايي سرچینې وايي، پېښه د پل علم اړوند التمور سیمه کې شوې ده. ویل کیږي، چې برید د جانوس په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې شوی دی. جانوس موسسه تر دې وړاندې په سټرلینک مشهوره وه، چې اوس یې په نوي نوم فعالیت پېل کړی دی. وسله والو د برید پر مهال د یادې موسسې اووه موټر سوځولي او څلور کارکوونکي یې له یوه موټر سره بیولي دي. وروستیو کې دا څووم ځل دی، چې د سټرلینک موسسې کارکوونکي په لوګر ولایت کې په نښه کیږي.