د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د دوو مخکښو نوماندانو جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټې هلري کلنټن تر منځ د وروستۍ نظرپوښتنې پایلې شيي، چې کلنټن دا ځل په ملي کچه تر ټرمپ مخکې ده. د فاکس نیوز له لورې د امریکا په ټولو ایالتونو کې د وروستۍ نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې هلري کلنټن ۴۳.۸ او ډونالډ ټرمپ ۴۲.۳ سلنه پلویان لري. وړاندې په شوو یو شمېر نظر پوښتنو کې ټرمپ تر کلنټن مخکې ښودل شوی و، خو په وروستۍ او سرتاسري نظرپوښتنه کې ډیموکراټه تر جمهوري غوښتونکي یو اعشاریه ۵ سلنه ډېر پلویان لري. که څه هم د نظرپوښتنې پایلې د کلنټن په ګټه دي، خو نوموړې پرې کلکه نېوکه کړې ده. هغې ادعا کړې، چې د یوې لوړپوړې ډیپلوماټې او ناروغ ملیاردر د پلویانو د شمېر تر منځ باید ډېر توپیر وي.