ملي عوامي ګوند: ډيورنډ کرښې پښتانه سره وېشلي او هیڅ رسمیت نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66686
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-07

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، چې پر تورخم دروازې د تازه لګېدلو محدودیتونو په اړه به د پاکستان مشرانو جرګه کې شکایت وکړي. د دې ګوند يوه سناتور عثمان کاکړ ويلي، چې ډيورنډ د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي سرحد نه دی، نو ځکه دا ورته د منلو نه ده چې افغانان به د ډيورنډ کرښې هاخوا خیبر پښتونخوا يا بلوچستان ته د تګ لپاره ویزه اخلي. نوموړي زیاته کړې، ډيورنډ کرښې پښتانه سره وېشلي، یو کلی یې دوه ځایه کړی، يو ورور دېخوا پاتې شوی بل هاخوا. کاکړ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ملیونونو خلکو احساسات دې نه راپاروي. پاکستاني چارواکو ويلي چې پر افغانانو د ویزې سختي د وسله والو د تګ راتګ مخنيوی کوي، خو شنونکي د هغه هېواد دا کړنه د ډېورنډ د په رسمیت پېژندلو هڅه بولي.