راپورونه وايي، شیعه ملېشو پر فلوجې ښار د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر سني ولسي وګړي نېولي او شکنجه کړي یې دي. له داعش ډلې د فلوجې د بېرته نېولو په موخه عملیات له څو اونیو راهیسې روان دي، چې لا هم دغه ښار نه دی نېول شوی. ویل کیږي، چې په فلوجه کې نږدې ۳۰۰۰ داعشیان د عراقي ځواکونو، امریکايي هوايي قوماندانۍ او شیعه ملېشو د عملیاتو پر ضد جنګیږي. د امریکا غږ د راپور له مخې؛ فلوجه کې عملیات وروستیو کې ډېر ټکني روان دي، چې علت یې په سیمه کې د ملکي وګړو بند پاتې کېدل ښودل شوی دی. راپور زیاتوي، تېره ورځ شاوخوا ۶۰۰ کسان توانیدلي، چې له دې ښاره ووځي، خو یو شمېر نور بیا شیعه ملېشو نېولي او شکنجه کړي دي.