په بلخ کې د جمعیت ګوند د دوو قوماندانانو تر منځ نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي، پېښه تېره ورځ په شولګره ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زیاته کړې، چې پرون سهار په سیمه کې د دوو غیر مسوولو سیمه ییزو قوماندانانو محمود او نظر ګل تر منځ نښته پېل شوې وه، چې تر نږدې مازیګره یې دوام درلود. د قادري په وینا، پېښه کې قوماندان محمود، د هغه خور او دوه نور وسله وال وژل شوي او ځینې ملکي وګړي ټپیان دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې یاد قوماندانان د جمعیت ګوند پورې تړاو لري او تر دې وړاندې یې هم تر منځ نښتې شوې دي.