په وروستیو کې په کابل ښار کې جنايي او امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي او پر حکومت تور پورې کوي چې د خلکو د امنیت په خونديتوب کې پاتې راغلی دی.
غلا، تښتونې او هدفي وژنې هغه څه دي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل کې ډېر شوي دي.
خلک او شنونکي امنیتي ادارو ته ګوته نیسي چې په وینا یې د امنیتي ادارو کې د بې کفایته او غیر مسلکي چارواکو له امله د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د هدفي وژنو او نا امنیو په لړ کې د یکشنبې مازدیګر د کابل د پنځمې حوزې په سیمه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل انجنیر شېرولي وردګ د کور مخې ته یو ماین ځای پر ځای شوی و چې په خپله انجنیر شېرولي وردګ په کې ووژل شو.
دغه راز د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې هره ورځ د غلا، انسان تښتونې او وژنو لسګونه پېښې رامنځته کېږي.
د کابل زیاتره ښاریان شکایت کوي چې د پولیسو او د امنیتي پوستو په خوله کې په رڼا ورځ خلک تښتول کېږي او په رڼا ورځ د ښار په منځ کې د خلکو کورونه لوټل کېږي، خو پولیس او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره یې مخنیوی نه کوي.
دغو پېښو د خلکو رواني او فزیکي امنیت زیانمن کړی دی.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې د حکومت د کمزوري مدیریت او ادارې له امله د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
نوموړي سرنوشت ته وویل چې حکومت ان د خپلو کارکوونکو امنیت نه شي خوندي کولی او هره ورځ د وسله والو په بریدونو کې لسګونه ملکي او نظامي مامورین په شهادت رسېږي.
ده زیاته کړه، په امنیتي ادارو کې د بې کفایته کسانو موجودیت لامل شوی دی چې د کابل په ګډون د هېواد په ټولو سیمو کې د امنیتي او جنايي پېښو ګراف لوړ شي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم وايي چې د امنیتي ادارو ضعف جنایتکارو او ورانکارو ډلو ته په خلاص مټ د فعالیت زمینه برابره کړې ده او پلازمېنه چې باید له امنیتي پلوه د هېواد د نورو سیمو په پرتله خوندي وي، نن سبا پر تر ټولو نا امنه سیمه بدله شوې ده.
نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت په څېر په مهمو امنیتي ارګانونو کې غیر مسلکي کسان مقرر شوي او همدا د نا امنیو یو ستر لامل کېدای شي.
د هغه په وینا، د کمزوري مدیریت له امله نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم امنیتي پېښې خورا ډېرې شوې دي چې هلمند یې ژوندی مثال دی.
له هلمنده راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې سلګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییز چارواکي په خپله اعتراف کوي چې د هلمند او یو شمېر نورو سیمو نا امني د امنیتي ادارو او چارواکو تر منځ د نه همغږۍ له امله دي.
پر دې سربېره، پر عدلي او قضايي ادارو هم د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.
شنونکي وايي چې حکومت په خپله په لوی لاس تاوتریخوالي ته زمینه سازي کوي او بیا د خپلو ناسمو پرېکړو د احتمالي غبرګونونو پر وړاندې لازم تدابیر هم نه لري.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې د قاضیانو او څارنوالانو د خوندیتوب لپاره به څه کوي.