په نړۍ کې د ۲۰۱۵ م کال پر مهال د شوو بریدونو او تلفاتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور بشپړ جزئیات خپاره شول. په دغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ترڅ کې ټولټال ۱۱۷۷۴ ترهګریز بریدونه شوي، چې له کبله یې ۲۸۳۰۰ کسان وژل شوي او ۳۵۳۰۰ نور ټپیان دي. راپور کې عراق هغه هېواد بلل شوی، چې تېر میلادي کال په کې تر ټولو ډېر ۲۴۱۸ ترهګریز بریدونه شوي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسه وژل شوي او نږدې ۱۲ زره نور ټپیان دي. افغانستان بیا تر عراق وروسته دویم هغه هېواد دی، چې په یاده موده کې په کې ډېر بریدونه شوي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. ۲۰۱۵ م کې افغانستان کې ۱۷۰۸ ترهګریز بریدونه شوي، چې د ۲۰۱۴ م په پرتله شاوخوا ۲۰۰۰ ډېروالی ښيي. دغو بریدونو کې نږدې ۶۰۰۰ افغانان وژل شوي او ۶ نیم زره نور ټپیان دي. دغه راز په همدې کال کې د هېواد دننه ۱۱۱۲ کسان تښتول شوي یا برمته شوي، چې دا شمېره هم د وړم کال په پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه ډېروالی ښيي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې طالبان د داسې ډلې په توګه معرفي شوي، چې تېر کال یې تر داعش هم ډېر بریدونه کړي دي. طالبانو په ۲۰۱۵ کې یوازې افغانستان او پاکستان کې ۱۰۹۳ بریدونه کړي، خو داعش بیا په ټوله نړۍ کې پر ۹۳۱ ترهګریزو بریدونو تورنه ډله ده. د همدغو شمېر پر اساس؛ طالبانو په یاده موده کې د خپلو بریدونو پر مهال ۴۵۱۲ کسان وژلي، ۴۷۴۶ یې ټپيان کړي او نږدې ۱۰۰۰ نور یې تښتولي یا هم له ځانه سره برمته نېولي دي.