د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي د بدخشان د لاجوردو په سوداګرۍ کې لاس لرل رد کړي دي. دغه مخکني لوړ پوړي چارواکي د ګلوبل وېټنېس خپاره شوي راپور په غبرګون کې ویلي، چې که په اړه یې اسناد وړاندې شي نو قانوني سرچینو ته به ځواب ووايي. ګلوبل وېټنس د يوې څېړنې د موندنو له مخې ویلي، چې بسم الله خان د کران او منجان کانونو د کنټرول په برخه کې د نا قانونه کیندونکو ملاتړ کوي او پخپله هم د لاجوردو لوی سوداګر دی. خو بسم الله خان دا هر څه رد کړي او وايي، که په دې اړه کره اسناد وړاندې شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ځواب ووايي.