داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پر خلکو نوي اصول پلي کوي او امر یې کړی، چې په روژه کې دې دوه ساعته کار او شپږ ساعته پر عبادت تېر کړي. دې ډلې په عراق او سوریه کې تر خپل واک لاندې سیمو کې د سټلایټ تلویزون پر لیدلو هم بندیز لګولی او ښځو ته یې د ځانګړو جامو اغوستلو سپارښتنه کړې ده. داعش په دغو سیمو کې په دې وروستیو کې د تلویزونونو د ماتولو کمپاین پیل کړی دی. پر انټرنټ يوه ویډیو خپره شوې، چې په کې د داعش یو جنګیالی د ټلویزون پر ضد خبرې کوي او په ټېنګار سره وايي چې "ټلویزون د مسلمانانو په کورونو کې د دښمن په ګټه کار کوي او د دښمن غږ دی". د راپورونو په اساس د داعش جګړه ماران په رقه کې کور په کور ګرځېدلي، چې د تلویزون پايې او نور وسایل پېدا او مات کړي.