د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر ویلي، د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون د دې لپاره راوړل شوی چې امریکايي قوماندانان د افغان ځواکونو مرسته وکړای شي. له نویو اختیاراتو سره سم، چې امریکايي پوځیانو ته ورکړای شوي، امریکايي سلاکاران به اجازه لري چې د جګړې په میدان کې له افغان ځواکونو سره مله واوسي او هغوی ته په جنګي ماموریت کې مرسته او لارښوونه وکړي، خو د جبهې په لومړۍ کرښه کې به نه وي. کارتر ټینګار وکړ چې دا بدلون به په مجموع کې د امریکايي پوځیانو په ماموریت کې ډیر بدلون رانه وړي.