د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو له یوه مسافر وړونکي موټر څلور تنه کوز کړي او نا معلوم ځای ته یې بولي دي. د غزني د سولې د شورا مشر خلیل الله هوتک وايي، پېښه تېر ماښام د غزني اندړو ولسوالۍ ناني سیمه کې رامنځ ته شوې. دی وايي، دغه مسافر د حکومت وسله والو مخالفانو له یوه ۳۰۳ ډوله موټر نه ښکته کړي دي. په عین حال کې د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي هم تاییدوي چې څلور مسافر له موټره کوز کړل شوي، خو په وینا یې له پرونیو نهو تښتول شوو څخه شپږ کسان راخوشي شوي دي. سالنګی وايي د غزني کشفي ارګانونه په وینا، راخوشي شوي خپلو سیمو ته تللي دي.