په هلمند کې د ملي پوځ قوماندانان وايي، چې دوی یوازې د مرکز لښکر ښار پر ساتلو بوخت دي او د دې ولایت شمالي ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي. په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانان وایي، د دغه ولایت په شمال کې شپه او ورځ جګړه روانه وي، خو د طالبانو تر کنټرول لاندی سیمو ته ځکه پرمختګ نشي کولی چې طالبان اوس د هلمند د مرکزي سیمو د نیولو هڅه کوي. د هلمند امنیه قوماندان آقا نور کینتوز هم وایي، چې حکومت ورته د موسي کلا او نوزاد ولسوالیو د نیولو لپاره د عملیاتو امر نه دی کړی، بلکې لومړیتوب یې د مرکز لښکرګاه د شاو خوا سیمو نیول دي. ځايي مدني فعالان هم وايي، چې افغان ځواکونه یوازې د دغه ولایت مرکز کې پراته او شاوخوا ټولې سیمې یې طالبانو ته پرېیښي دي. دوی اندېښنه ښيي، چې که حالات همداسې دوام وکړي، لرې نه ده، چې مرکز لښکرګاه هم د طالبانو لاس ته ورشي.