یونان کې ځوانو پناه غوښتونکو فحشا ته مخه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66713
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-12

راپورونه وايي، د یونان پلازمېنه آتن کې یو شمېر ځوانو نارینه وو پناه غوښتونکو چې افغانان هم په کې شامل دي، د ژوند د تېرولو لپاره ان فحشا ته مخه کړې ده. یوناني چارواکي وايي، شاوخوا ۶۰ زره کډوال د اژ ټاپو د کډوالو پنډغالي کې اوسېږي، چې ځینې یې اړ شوي د خپل ځان د چلولو لپاره فحشا ته مخه کړي. بي بي سي یوه یونان کې د یوه ځوان کډوال له خولې لیکلي، چې د فحاشۍ له کبله یې له ۵ تر ۱۰ پورې ډالر ترلاسه کول او ځوانان د آتن په پارکونو کې د مشتریانو په تمه ناست دي. د "ګلوبل پوسټ" په نامه وېبپاڼې هم په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په یونان کې د افغانستان او سوریې ځینو نارینه کډوال د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره فحاشۍ ته اړ شوي دي.