روسیه وايي چې په تور سمندرګي کې د ناټو ځواکونو د جنګي بېړیو پر وړاندې به غبرګون وښيي. د روسیې د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی اندرو کراسوف وايي چې روسیه به د تورې بحیرې په سیمه کې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره له هېڅ ډول هڅو لاس وا نخلي. د هغه په وینا، ښايي روسیه په یاده سیمه کې ځمکني او هوايي مانورونه ترسره کړي، چې دا به د ناټو جنګي بېړیو ځای پر ځای کولو ته د روسیې ځواب وي.