بنګله دېش کې پولیسو ۹۰۰ کسه نېولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66715
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-12

د بنګله دیش پولیسو په دې هېواد کې تر یو لړ خونړیو بریدونو وروسته ۹۰۰ تنه نیولي دي. دغه هېواد کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې شاوخوا څلوېښت تنه پوهان، د انټرنټ متخصصان او د لږکیو مذهبي ډلو غړي وژل شوي دي. پولیسو د دغو پېښو په غبرګون کې د سختدریځو د ځپلو په موخه وړمه ورځ عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په لړ کې ۹۰۰ کسه نېول شوي دي.