ولسمشر غني د ملي تدارکاتو کميسيون غونډه کې ويلي، چې د پروژو په تطبیق کې د غیر موجه ځنډ په صورت کې پر شرکتونو له قانون سره سم نغدي جریمه تطبیقېږي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسیون اونیزه غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه. سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د لسو پروژو او تدارکاتي موضوعاتو په هکله د بحث په پایله کې یو شمېر پروژې تمدید او تایید شوې. خبرباڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د ملي تدارکاتو کميسيون یادې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، له دې وروسته که د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي، د قانون مطابق به پر شرکتونو نغدي جریمه عملي شي.