د سرتېرو مُرال د ستاينې وړ دي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66724
ع، ابراهیمي
دخبریدو نیټه : 2016-06-12


افغان ملي امنيتي، دفاعي او کشفي ځواکونه د هېواد د اصيل بچيانو په توګه د خپلې خاورې، عرضي تماميت، ملي نواميسو او ملي ارزښتونو ساتنه کوي، دوی شپه ورځ د بهرني یرغلګر او کورني دښمن پر وړاندې جنګېږي، د خپل سر په بدل د هېوادوالو لپاره د امنیت ساتنې لپاره هڅې کوي، د دوی شجاعت، ميړانه، سرښندنې او لاسته راوړنې د ستاينې او قدردانۍ وړ دي.

په تېر کې افغان امنیتي ځواکونه په مېړانه وجنګېدل، خپل سرونه یې وښندل، خو دا یې ثابته کړه چې پرته له بهرنیانو هم اوس کولای شي د بهرني یرغل او کورني دښمن په مقابل کې د نظام او خلکو ننګه وکړي.

دوی ډېرې خطرناکې څپې په شا وتمبولې او تر ډېره یې د ماتې پر برید ولاړ ولایتونه وژغورل.

جګړه نسبتاً ګټل شوې ګڼل کېدای شي او په دې هرڅه کې حکومت ته یوه کریډیټ زیاتېده، خو د دې هر څه تر څنګ په لېرې پرتو سيمو، کلیو، بانډو، ولسوالیو، ولایاتو او حتی په مرکز کابل کې يو شمېر ستونزې شته چې مېشت قومونه او خلک یې په تشویش کې اچولي.

پنځه ورځې وړاندې سړي‌تښتوونکو د کابل په درېیمه کارته کې یو د ساختماني چارو مالک وتښتاوه او کورنۍ یې هغه بانډ ښه پېژني، مګر له دې کبله چې دولت د هغوی د راخلاصولو پر ځای د هغه د وژلو باعث کېږي، نو خبره یې له ځان سره وساتله.
 د همدې ورځې په ماښام سړي‌تښتوونکو د کابل په قمبر څلور لاره کې یو بل کس اختطاف کړ او دویم هغه چې مقاومت یې وکړ زخمي دی، خو لااقل له سړي‌تښتوونکو بچ شو.

د مبارکې روژې یو ورځ وړاندې مازدیګر مهال په ولسي جرګه کې د کابل وکیل شیرولي وردګ د خپل کور مخ ته ووژل شو او د روژې په لومړۍ ورځ سهار مهال د کابل قوماندانۍ د بشري حقونو مدیر ضیا صبا په پغمان کې ترور شو.

دا یوازې د کابل پېښې دي، په ولاياتونو، سرحدونو، کلیو او بانډو کې داسې پېښې شته چې تر اوسه د رسنيو مخ ته ندي راغلي.

خو د شواهدو او عيني کیسو پر بنسټ په دې ټولو جنایاتو کې دولتي په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو لوړپوړي چارواکي دخيل دي یا خبرېږي خو اقدام نه کوي.

له یو لوري سرتېري د خپلې خاورې، عرضي تماميت، ملي نواميسو او ملي ارزښتونو څخه د سر په قیمت ساتنه کوي، په داسې ځايونو کې شپې ورځې تېروي چې هره ثانیه يې ژوند له ګواښ سره مخ وي، بل لور ته بيا د دوی لوړپوړي چارواکي په غلا، اختطاف او نورو جرمونو کې لاسونه لري، چې د سرتېرو سپيڅلي ارمان ته یې زيان رسولی.

د پورته ستونزو تر څنګ د مبارکې روژې له پیله چې نن يې ۴مه ورځ ده، په هلمند، ارزګان، کندهار، غزني او يو شمېر نورو ولایاتونو کې په سلګونه سرتېري په شهادت رسيدلي، ټپيان شوی او یا هم د وحشي دښمن لاسونو ته ورغلي، خو نه یې د کورنۍ پوښتنه وشوه، نه يې د وينې قيمت ورکړل شو او نه هم دا طمعه کېدای شي چې د هغه سرتېرو خلاصون لپاره دې هدفمن نظامي عمليات ترسره شي کومو چې تر اوسه زموږ او ستاسو ساتنه کوله او اوس د دښمن سره د اسيریت سخت ژوند تېروي.

ځکه چې د یو منظم پلان نشتون، د بې نظميو زیاتوالی، بې عدالتي او بې پروايي اوج ته رسېدلی.

سرتېري د دښمن سره په مخامخ جګړه کې بوخت دي، دوی د حیواني دښمن سربېره غلو، اختطاف ګرو او ویره اچووونکو په خلاف هم غلي نه دي ناست، کله چې د دوی له لوري نيول کېږي، سبا ورځ بیا خلاصې تڼۍ ګرځې او د سرتېرو ژوند ګواښي او حتی چې شخصي بدۍ ورته په ميراث پاتې شي.

همدا سرتېري چې څو زره افغانۍ معاش لري، شپه ورځ سختۍ تېروي کله د پارلمان او کله هم د ولايتي شورا د غړو له لوري وهل کېږي، رټل کېږي او بالاخره بې عزته کېږي.

وړانديز:

تر هر څه دمخه دې هغه شمېر چارواکي چې د سرتېرو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د خيالي سرتېرو په نوم معاشونه جیبو ته اچوي، د خپل هدف تر لاسه کولو په موخه د وطن اصيل بچي د مرګ له تهديد سره مخ کوي د تثبیت څخه وروسته له دندو ګوښه او پر ځای يې پر وطن، خاورې او ولس مین چارواکي وګمارل شي.

هره هغه کړنه چې سرتېري يې د ولسي ارامتيا او سوکالۍ په خاطر ترسره کوي بايد د ستایلو تر څنګ د دوی ملاتړ وشي، لکه څنګه چې يې يادونه وشوه دوی د وحشي طالب او حیواني داعش تر څنګ د قچاقبرو، اختطاف چیانو، غلو او نورو ورانکارو په خلاف هم غلي نه دي ناست، کله چې د دوی له لوري هر يو ورانکاري ونیول شي، د قانون منګلو ته وسپارل شي، خو بیا دې د خدای په خاطر چارواکي د ورانکارو ملاتړ نه کوي هغوئ دې بېرته نه خوشي کوي چې بیا ځلي د سرتېرو ژوند وګواښي او يا شخصي بدي ورسره واخلي.

تاسو هر یو به اورېدلي وي چې هلمند د ناارامۍ اصل لامل پخوانی امنیه قوماندان ښاغلی سرجنګ و، سرجنګ ۲۷۰ د خیالي سرتېرو معاش خپل شخصي جیب ته اچوه، د ملي پوليسو ۵۰سلنه تشکیل کم او کوم پوليس چې په دندو کې حاضر و هغه يې د خپلې څوکۍ د بقا په خاطر قومي مشرانو، چارواکو، پارلمان او ولایتي شورا غړو ته په خدمتي توګه ورکړي و، د دوی له اعاشې، تېلو ، سلاحو او لوژستکي قراردادونو هم په لسګونه زره ډالر اخیستل کېږي، داسې چارواکي باید علني محکمه شي او په راتلونکي کې د داسې چارواکو د ګمارنې څخه په کلکه ډډه وشي.

اوسمهال صلاحيتونه یوازې وزارت مقام پورې اړه لري، که د يوې ولسوالۍ په ناامنه سيمه کې د يوې پوستې ځای پر خای کولو اړتيا وي، د استحکاماتو او نورو ضرورتونو پوره کولو په خاطر ضروري ده چې وزارت مقام ته رسمي پيشنهاد وشي، دا منظوري میاشتې میاشتې وخت اخلي، چې تر هغه وخت پوری دښمن خپل کار ويستی وي، پکار ده چې صلاحیتونه تر قومندانیو ورسېږي تر څو شته ستونزې پروخت هوارې شي.

د کورنيو  او دفاع وزیرانو تر څنګ د ملي امنیت لوی رئیس او مرستيالان يې بايد په قوي عزم، سپيڅلې ارادې او کلک هوډ سره د هېواد له هر ګوډ خبر وسي، ولايتي چارواکو سره دې روابط نرم او اسانه کړي، چې وکولای شي په حالتو پوهه وسي، او د ترینګولو حالاتو د قابوکولو لپاره په همغږۍ قدم واخلي، اوسمهال ولايتي چارواکي (واليان، امنیه قوماندانان ، د لواء او قول اردو قوماندانان او د ملي امنیت رئيسان په اسانۍ نشي کولای د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو، د ملي امنیت لوي رئیس او مرستيالانو سره تماس ولري او له حالاتو يې خبر وساتي، که د کومې مهمې موضوع په اړه هم غواړي خبري وکړي نو ورځو ورځو انتظار وروسته توانېږی چې د وزیر او یا هم رئيس سره په اړونده موضوع بحث وکړي.

پيژنتونونو تر څنګ کې په ټولو امنیتي، کشفي او دفاعي ادارو کې د ژور فساد منبع پاکې شي.

نتيجه:

تاسو هر يو که پورتنۍ ليکنه په دقت ولولئ حتماً به مو سترګو ته د هېواد یعني واقعیتونه ودرېږي، که په مرکز کابل کې ناستي امنيتي لوړپوړي چارواکي غواړي په ولایاتونو کې حالات قابو کړي هیله ده پورتنیو ستونزو ته دې رسيده ګي وکړي او هېواد دې له بحرانونو وژغوري.