دفاع وزارت: پر پوله د تاسيساتو جوړولو د مخنيوي په موخه جدي تدابير نيول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66728
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-13

د ملي دفاع وزارت وايي هېڅ هېواد ته به د خپلسرو تاسيساتو جوړولو اجازه ورنه کړي. د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي، ملي پوځ چې د هېواد د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ مسووليت لري، د هر هېواد له لوري د ګواښ رامنځته کولو پر وړاندې ولاړ دی. سرچینه زیاتوي، چې ملي دفاع وزارت پر پوله د پاکستاني تاسيساتو جوړولو د مخنيوي په موخه جدي تدابير نيولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه. ویل کیږي نښته هغه مهال رامنځته شوې، چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې دروازه جوړوله او له افغان لوري یې مخالفت وشو. دغه نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي، دغه راز د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، ٢٠ پاکستاني ملېشو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.