چارواکي: د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66729
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-13

چارواکي وايي، د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی. د لوګر د والي وياند سليم صالح ویلي، تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د مرکز پل علم د بابوس سيمې په پياروخېلو کلي کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي. هغه زیاتوي، چې په دغو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي. د لوګر والي محمدحليم فدايي هم په خپله ټوټيټر پاڼه کې ليکلي چې په يادو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ياد بريد کې ١٣ طالبان وژل شوي خو د مولوي نجيب الله په اړه يې څه نه دي ويلي.