کرزی: هیله ده، چې پاکستاني چارواکي نور له سم عقل او منطق نه کار واخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66731
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-13

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پاکستان په تورخم کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو له لارې غواړي، چې د ډیورنډ مسئله راپورته کړي. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان دا ډول هڅې بې اساسه دي، چې هیڅکله به نتیجه ورنه کړي. هغه زیاته کړې، پاکستان باید د مداخلې او جنجال پر ځای له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه چلند وکړي. کرزي همدا راز هیله څرګنده کړې، چې پاکستاني چارواکي تر دې وروسته له سم عقل او منطق نه کار واخلي او له خپل ګاونډي افغانستان سره ښې اړیکې وپالي. پخوانی ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره او وړمه شپه په تورخم کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوې دي. ویل کیږي، چې دغو نښتو کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي. دغه راز پاکستاني لوري ته تر دې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل شوی دی.