مېتیو هو: اوباما په افغانستان کې ستره تېروتنه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66732
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-13

په افغانستان کې د متحده ایالاتو یوه پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ مېتیو هو د امریکايي ځواکونو د صلاحیتونو ډېرېدو په اړه د اوباما وروستۍ پرېکړه د هغه ستره تېروتنه بللې ده. مېتیو هو، چې په ۲۰۰۹ م کال کې یې افغانستان کې د جګړې د دوام په غبرګون کې له خپلې دندې استعفا وکړه ویلي، چې د اوباما له دغې نوې پرېکړې سره به د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شوي. هغه زیاتوي، چې په تېر ۲۰۱۵ م کال کې د جګړو له کبله افغانستان کې ۳۵۴۵ بې ګناه افغانان وژل شوي، ۷۴۵۷ نور ټپیان شوي، چې په روان کال کې امریکايي ځواکونو ته د هوايي بریدونو د صلاحیتونو په ډېرېدو سره به دا کچه تر دې هم ډېره شي. د مېتیو په باور ولسمشر بارک اوباما د افغانستان جګړې په پایته رسولو کې ناکام دی او هڅه کوي، چې دغه لوی مسؤلیت د امریکا راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي. هغه د اوباما دغه اقدام ستره تېروتنه بللې ده.