د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم په شمال کې د جمعيت او جنبش ګوندونو تر منځ د ټکر رامنځته کېدو په اړه وايي، نوموړى د دغو اختلافاتو پلوى نه دى او دواړه لوري بايد له تېرو خپلمنځي ستونزو زده کړه وکړي. دوستم چې دا مهال په جوزجان کې دی ویلي، د جنبش او جمعیت تر منځ د تېرو اختلافاتو له کبله د هېواد ستر ښارونه ویجاړ شوي، چې باید زده کړه ترې وشي. د ولسمشر لومړي مرستيال زیاته کړې، چې په شمالي ولایتونو کې د جنبش په استازیتوب له جمعیت سره مخالف کسان د ده پخواني پلویان نه دي او نه هم باید دی پرې تورن شي.