شنونکي: د تورخم شخړې تر شا لویه دسیسه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66735
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-13

شنونکي وايي چې پاکستان د یوې لویې دسیسې له مخې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاروونکو اقداماتو سره غواړي چې د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه په خپلو کې په جنګ سره واچوي او د ډیورنډ په اړه افغانستان خبرو کولو ته مجبور کړي. پاکستان له تېر یونیم کال راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو په ګډون یو شمېر سرغړونې پیل کړې دي. پاکستاني پوځیانو د تېرې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا غوښتل چې په تورخم بندر دروازه او اغزن سیم ولګوي، خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوه. شنونکی جیلاني ځواک وايي چې د کرښې په اوږدو کې د وروستیو شخړو تر شا بهرني استخبارات او په خپله پاکستان کار کوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې پاکستان په لوی لاس د دې ډول سناریو په جوړولو سره غواړي چې افغانستان د ډیورنډ کرښې پر سر خبرو ته مجبور کړي. هغه همدا راز زیاته کړه چې یو شمېر بهرني استخبارات هم پر دې کار کوي چې پښتانه په جګړه کې سره ښکېل کړي. ځواک د افغانستان حکومت ته هم ګوته ونیوه چې په وینا یې له پاکستان سره د سټنډرډ عملیاتي کړنلارې «SOP» په لاسلیک سره یې د کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو جوړولو ته لار هواره کړه. د ده په وینا، د یاد هوکړه لیک په یوه ماده کې راغلي چې پاکستان به د پولې د کنټرول په موخه پر کرښه پوځي تاسیسات جوړوي. جیلاني ځواک وویل: «د تورخم له پېښې وروسته یو شمېر افغانانو د نه پوهاوي یا د دښمن په اشاره له کرښې ها خوا پښتنو ته رد او بد ويل پیل کړي، چې د افغانستان لپاره ډېر خطرناک تمامېدای شي، د تورخم له جګړې د پاکستان يو هدف دا هم دى چې د لر او برو پښتنو ترمنځ واټن پيد اکړي، افغانان باید د دښمن د دسیسو ښکار نه شي.» د چارو شنونکی عبدالله کامه وال د دې لوبې تر شا د امریکا لاس بولي او زیاتوي چې امریکا پر افغانستان تر یرغل مخکې پاکستان سره ژمنه کړې وه چې د ډیورنډ لین مسئله به حلوي. کامه وال زیاتوي چې پاکستان د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې خلکو ته پاکستاني شناخت کارټونه وېشلي دي او دغه ولسوالۍ یې د مومند اجنسۍ یوه برخه ګڼلې ده. د هغه په خبره، د کامې ولسوالۍ پول د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحد په توګه ګڼل شوي دي. شنونکي دغه راز د پاکستان وروستي بریدونه پر افغانستان بهرنی تېری ګڼي چې په وینا یې د امریکا متحده ایالتونو د امنیتي او دفاعي تړون له مخې د دې ډول پېښو د مخنیوي مسوولیت لري. د امنیتي او دفاعي تړون د شپږمې مادې په دویمه فقره کې راغلي: «متحده ایالات د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر راز بهرني تېري او یا د بهرني تېري ګواښ ته د جدي اندېښنې په سترګه ګوري او دا مني چې دا ډول تېری کولای شي د افغانستان، سیمې او نړۍ په سوله او ثبات کې د دواړو لوریو ګډې منافع تهدید کړي.» خو په افغانستان کې مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم د افغانستان حکومت په دې برخه کې څه کړې دي. د پکتیکا پخوانی والي محب الله صمیم هم وايي چې امریکا د امنیتي تړون له مخې باید د دې ډول ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښيي. صمیم وايي چې پاکستان نه یوازې په تورخم، بلکې د پکتیکا د انګور اډې په ګډون د کرښې په ګڼو نورو سیمو کې هم سرغړونې کړې دي او د افغانستان خاورې ته را مخکې شوی دی. له بلې خوا افغان پوله ساتي وايي چې پاکستان له کرښې سره په صفري نقطو کې درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي. په ختیځ کې د سرحدي زون قوماندان محمد ایوب حسین خېل وايي چې پاکستان لس چاینه زغروال ټانکونه تورخم ته راوستي وو چې د یکشنبې په جګړه کې یو شمېر یې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ویجاړ شوي دي.