په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس امر الله صالح هغه څرګندونې دروغ وبللې، چې ګواکې ده له پاکستاني چارواکو سره په تورخم کې د تاسیساتو پر جوړولو هوکړه کړې. صالح تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي وو، پاکستاني چارواکو افغان حکومت ته داسي اسناد سپارلي، چې ښیي عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ له لوي درستیز سره په لیدنه کې پر تورخم د چک او کنټرول د تاسیساتو پر جوړولو هوکړه کړې. خو عمر زاخیلوال دغه ادعاوې په کلکه رد کړي او وایي، چې پر دغسې یوه چاره توافق نه د ده صلاحیت دی او نه هم دا ډول هوکړه شوې ده.