د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمهوري غوښتونکي جنجالي نوماند ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز چې وايي، امریکا ته د مسلمانانو په ننوتو دې بندیز ولګول شي، رد او دا یې د امریکا د ډیموکراسۍ ضد وباله. نوموړي تېره شپه په سپنیه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې د ټرمپ دغه وړاندیز د افراطي ډلو کرکه او کینه نوره هم ډېرولی شي. اوباما په غیرمستقیمه توګه امریکا کې وروستي بریدونه د ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو زېږنده وبلل، چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال یې د مسلمانانو او اسلام پر ضد کوي. “دغه ډول څرګندونې به په حقیقت کې څه پایلې ولري؟ دا څرګندونې به څه تغییرات راولي؟ آیا په دې سره به اسلامي دولت ډله د امریکایانو له وژلو لاس واخلي؟ آیا دا څرګندونې به نور متحدین پېدا کړای شي؟ د دغو ټولو پوښتنو ځواب “نه” دی”. د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهورو غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ، په فلورېډا کې د همجنسبازانو پر یوه کلب تر برید وروسته له سپینې ماڼۍ په یوه لیک کې وغوښتل، چې متحده ایالاتو ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګوي، هغه څه چې اوباما یې په اړه سخت غبرګون وښود.