د تورخم د جګړې په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66740
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-14

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی د تورخم په جګړه کې چې له درې ورځو راهیسې روانه ده د افغان ملي پوځيانو او پر هېواد مینو بچیانو د میړانې او ملي احساساتو ستاینه او کلک ملاتړ کوي او دوی ته د لا زیاتو بریا‌و‌ؤ د هیلې ترڅنګ د لوی خدای له درباره د دغې جګړې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي. حامد کرزی همداراز له ټولو افغانانو غواړي چې د تل په شان دافغانستان د مقدسې خاورې نه د دفاع لپاره د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړې او هغوی په خپلو دعاګانو کې هېر نه کړي. د افغانستان پخوانی جمهور رئيس په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه څرګندوي او هیله لري چې دغه ستونزه ژر تر ژره د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي. حامد کرزی زیاتوي افغانستان او پاکستان دوه ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات فرهنګي او دیني مشترکات لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه او جګړه به دواړه ولسونو ته پرته له ځاني او مالي زیانونو څخه بله پایله ونلري.