کارټر: اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر شمېر او څرنګوالي غور کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66742
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-16

د امریکا دفاع وزیر وايي، ولسمشر بارک اوباما چمتو شوی، چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر او حضور د څرنګوالي په اړه له سره غور وکړي. اشټن کارټر خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، اوباما وروستیو کې چمتووالی ښودلی، چې افغانستان کې د طالبانو وروستیو تحرکاتو ته په کتو به د امریکايي سرتېرو د شمېر پر سر غور کوي. د اوباما د اوسني پلان له مخې؛ دا مهال افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري مېشت دي، چې د روان کال تر پایه به دا شمېره ۵۵۰۰ ته راټیټه شي. خو کارټر ویلي، چې ښايي، دغه پلان کې بدلون راشي. هغه هیله څرګنده کړې، چې ولسمشر بارک اوباما به افغانستان کې مېشت سرتیري په اوسنۍ کچه پرېږده.