د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د هغې پریکړې هرکلی وکړ، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه یې د ولسمشر اشرف غني دویم فرمان ته هم منفي رایه ورکړه. ولسي جرګې روانه اونۍ د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد کړ. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره هر ډول هڅې کوي. دغه کمېیسیون ویلي، ولسي جرګې د ټاکنو د اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان له کوم سیاسي، قومي او سمتي تبعیض پرته له اوږدو بحثونو وروسته رد کړ، چې دوی یې هرکلی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، لکه څرنګه چې کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې په ۲۴مه، اعلان کړې، هوډ لري، چې دغه پرېکړه عملي کړي.