پاکستاني پولیسو په پېښور کې ۱۵افغانان نېولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66744
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-16

پاکستاني پولیسو د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې ۱۵ افغانان نېولي دي. د پاکستانۍ ډېلي ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې؛ دغه افغانان د حیات اباد په شاوخوا سیمو کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. سرچینې حیات اباد کې د پولیسو د تهاڼې د مشر حسن افضل له خولې لیکلي، چې نېول شوو کسانو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او دا مهال د پېښور مرکزي زندان ته د څېړنو په موخه استول شوي دي. باید وویل شي، چې د کابل – اسلام اباد د سیاسي اړیکو تر خرابېدو وروسته پاکستاني پولیسو یو ځل بیا هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر ځورولو او نیولو لاس پورې کړی دی.