حامد کرزی: افغانستان د ډیورنډ کرښه نه مني او نه به یې ومني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66747
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-18

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان ډیورنډ کرښه نه منلې او نه به یې ومني. کرزي دغه راز د یو شمېر پاکستاني چارواکو هغه خبره هم په کلکه رده کړه، چې ګواکې افغانستان د بل چا په لاس کې لوبېږي او زیاتوي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان یې باید درناوی وکړي. حامد کرزي دغه څرګندونې له بي بي سي اردو سره وروسته له هغې کړې چې د تورخم د شخړې پر مهال د پاکستان د کورنیو چار وزیر چوهدري نثارعلي خان او د دغه هېواد پخواني ولسمشر جنرال مشرف ادعا کړې وه چې د تورخم د مسئلې تر شا د بل چا لاس دی او افغانستان د بل هېواد په لاسو لوبېږي. خو حامد کرزي دغه څرګندونې او ادعاوې په کلکه رد کړې او وایي چې افغانستان خپلواک هېواد د نورو په لاسو نه لوبېږي. هغه زیاته کړې: ((پاکستان د ډیورنډ پر کرښه ځیني اقدامات کړي چې افغانان ورسره خلاف دي له همدې لامله دا ستونزه پیدا شوې ده.)) د حامد کرزي په وینا، پاکستان غواړي چې افغانستان دې له هندوستان سره هېڅ اړیکې ونه لري، ورسره دې تجارت نه کوي او هندوستان دې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره نه لري، خو د پاکستان دا غوښتنه افغانستان ته د منلو وړ نه ده. هغه وویل: ((اوس چې په سیمه کې د هندوستان، ایران او افغانستان کوم اتحاد رامنځته شوی، پاکستان ته هم په کې هرکلی وایو، خو پاکستان دا شرط ایښی چې افغانستان دې له هند سره هېڅ اړیکې نه لري.)) د هغه په وینا، که چېرې دا ستونزه هواره شي، نو د سیمې هېوادونه به په ډېرې تیزۍ سره پرمختګ وکړي. کرزي د افغانستان او هند د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((پاکستان له هند سره د افغانستان پر اړیکو ناراضه کېږي، خو په خپله پاکستان له هند سره خبرې کوي، لومړي وزیران یې سره لیدنې کوي نو افغانستان ولې له هند سره اړیکې نه شي لرلی؟)) ده زیاته کړې، سره له دې چې هندوستان په خپله غریب هېواد دی، خو له افغانستان سره یې ډېرې مرستې کړې دي. د هغه په وینا، هند له زړه څخه له افغانستان سره دوستي کوي او موږ غواړو چې پاکستان هم دغه کار وکړي. هغه زیاته کړه چې افغانان د پاکستان له خلکو منندوی دي، خو حکومت یې چې کوم کارونه کوي، افغانان ترې خپه دي. حامد کرزي د ډیورنډ کرښې په اړه ویلي چې دا انګرېزانو د ناسمې تګلارې له امله رامنځته شوې او افغانانو څه د پاسه سل کاله پخوا دا نه وه منلې؛ ځکه چې دې کرښې افغانستان پر دوو برخو ووېشل. کرزی زیاتوي: ((کله چې پاکستان رامنځته شو، نو دا ستونزه ورته په میراث پاتې شوه، په دې برخه کې پاکستان ملامت نه دی، د ډیورنډ کرښه داسې ټپ دی چې افغانان یې نه شي هېرولی، پاکستان باید پر دې پوه شي او له افغانستان سره داسې چلند ونه کړي چې د ډیورنډ کرښې سره ستونزې زیاتې شي.)) نوموړي په څرګند ډول وویل چې افغانستان نه ډیورنډ کرښه منلې، نه یې مني او نه به یې ومني، خو پر دې ستونزې جنګ کول هم نه غواړي. هغه د شته ستونزې د هواري په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار کړی. پخواني ولسمشر دغه راز له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان خپلواکۍ درناوی وکړي او افغانستان ته دې دا نه وایي چې له هند سره اړیکې نه ساتي.