د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګر هره ورځ لس میلیونه ډالره زیان کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66748
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-18

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، په تورخم بندر کې د راولاړې شوې ستونزې له امله، افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو لس ميليونه ډالره زيان اوړي. د دې خونې د عامه اړيکو مسوول صيام الدين پسرلی وايي، له کومې ورځې چې د تورخم دروازه بنده شوې، دواړو غاړو کې د سوداګريزو شرکتونو چارې په ټپه ولاړې دي. د پسرلي په وينا، له کرښې اخوا د افغان سوداګرو زرګونه کانټينر او موټر چې بېلابېل غذايي او نور مواد په کې بار دي، ولاړ دي او زياتره توکي يې خراب شوي او پر هر کانټينر د ورځې سل ډالره لګښت راځي. پسرلى زياتوي، که ټول موارد حساب شي، په اټکلي توګه افغان سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا لس ميليونه ډالره زيان اوړي.