چارواکي وايي، د جنرال دوستم ځانګړو ساتونکو په جوزجان کې دوه کسه وژلي او دوه نور يې په ټپي حالت کې نيولي دي. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري ویلي، د دوستم خاصو ساتونکو دغه کسان د دشت ليلیې اړوند په زمرد سای سيمه کې په نښه کړې دي. بلخوا نا تایید شوي راپورونه وايي، یادو کسانو غوښتل چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په نښه او له منځه یې یوسي، خو د هغه د ساتونکو له غبرګون سره مخ شول. ویل کیږي، چې د پېښې پر مهال د دوستم ساتونکو هوايي مرسته هم لرله.