عراقي ځواکونو فلوجه ښار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې ډېر پرمختګ کړی دی. یادو ځواکونو له څه مودې، داعش نه د دغه ښار د نیولو په موخه عملیات پېل کړي دي. عراقي سرتېرو تېره ورځ د فلوجې ښاروالي ونیوله او ویل کېږي، چې تېره شپه یې هم یو شمېر ستراتیژیکې سیمې تر خپل واک لاندې راوستې دي. فلوجه له موصل وروسته دویم ښار دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش تر کنټرول لاندې دی.