کابل کې مېشتو بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66753
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-18

د کابل پولیس خبرداری ورکوي، چې طالبانو په وروستیو کې کابل ښار کې مېشت بهرني وګړي او د هغوی د دفترونو په نښه کول خپله موخه ګرځولې. د کابل امنیې قوماندانۍ بهرنیو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له دفترونو د وتلو پر مهال دې خپل ساتونکي له ځانه سره ولري او په دې برخه کې دې له جدي پاملرنې کار واخلي. سرچینه کاږي، پولیس هڅه کوي، چې په ښار او ولسوالېو کې د جنايي پېښو مخه ونیسي، خو په ورته مهال د طالبانو له لوري بهرنیو وګړو ته ګواښ هغه ستونزه ده، چې باید پام ورته وشي. د ویلو ده، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې کابل ښار کې د دوو الماني او هندي مېرمنو پر تښتول کېدو سربېره، پر څو بهرنیو موسسو او دفترونو بریدونه هم شوي دي.