په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ملي اردو هوايي ځواک ته پنځه جنګي چورلکې ورکړې. دغه چورلکې ایم ډي ۵۳۰ نومیږي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د چارواکو په وینا، افغان هوايي ځواکونو ته یې په وړیا مرسته کې ورکړې دي. ایم ډي ۵۳۰ چورلکې، چې افغان ځواکونه یې په کارولو کې ښه بلد دي، د توغندیو ویشتلو او د افغانستان په څېر غرنیزو هېوادونو کې د عملیاتو ښه وړتیا لري. باید وویل شي، چې وروستیو کې افغان حکومت له روسیې د جنګي چورلکو غوښتنه هم کړې، چې هغه هېواد په دې برخه کې شین څراغ ښودلی دی.