شنونکي وايي چې په امنیتي ادارو کې د نا اهله کسانو د ګومارنې او د حکومت په مشرتابه کې د بې کفایتۍ له امله د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
د شنونکو په وینا د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو پر موټرو خونړي برید وښوده چې افغان ځواکونه د حکومت د مشرتابه د بې کفایتۍ او د کمزوري مدیریت قرباني ورکوي.
دغې پېښې چې سلګونو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د دې ترڅنګ چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ترهګرو دا جنایت د خلکو له لوري په پراخه کچه وغندل شو، د حکومت او په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت پر بې کفایتۍ هم سختې نیوکې وشوې.
ډېری هېوادوال د دې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزیر ته د پړې ګوته نیسي چې په وینا یې یو غیر مسلکي کس دی او د نوموړي د بېغورۍ له امله په دې وروستیو کې د پولیس سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د امنیتي چارو متخصص «عبدالله ادراک» دا د پوښتنې وړ موضوع بولي چې څنګه له پولیسو ډک څلور موټرونه په یو وخت کې په یو بل پسې جوخت روان وو.
هغه سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې له یوې نا امنه سیمې څخه کابل ته د سلګونو پولیس سرتېرو او افسرانو لېږدول له ګواښه خالي نه وي او څنګه کېدای شي چې دا پولیس له هر ډول تدابیرو پرته یو ځای کابل ته خوځول شوي وو.
نوموړی د ملي یووالي حکومت د مدیریت له بحران سره مخ وباله چې په خبره یې ستونزې پرې ورځ تر بلې غلبه کوي، خو د ګواښونو د دفع لپاره هېڅ راز پالیسي او تدابیر نه لري.
د ادراک په وینا، که حکومت دا پېښه جدي ګڼي، نو باید په ۲۴ ساعتونو کې یې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ټول مسوول چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي وای.
ده وویل:«اوس ستونزه دا ده چې د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد په ګډون زیاتره چارواکي د مصلحت او معاملې پر بنسټ ټاکل شوي دي، نه د وړتیا او مسلک پر اساس. تر څو چې په امنیتي ادارو کې ډلبازۍ، تنظیم بازۍ او سیاسي معاملې روانې دي، نه به مو امنیتي ادارې اصلاح شي او نه به مو د جګړې په ډګر کې لاسته راوړنې مثبتې شي.»
د چارو بل کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل هم وايي چې د کابل وروستۍ خونړۍ پېښه د حکومت د بې کفایتۍ او د امنیتي ادارو د کمزورتیا یو ښکاره مثال دی.
هغه وویل چې افغان ځواکونه هره ورځ د ناکامې امنیتي ستراتیژۍ او د حکومت دننه د نه همغږۍ له امله تلفات ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ولسي جرګې هم پر حکومت نیوکه وکړه چې د ناکامې امنیتي ستراتیژۍ له امله یې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
کتونکو په باور، تر څو چې امنیتي سکتور غیر سیاسي نه شي او د مصلحت پر ځای د کفایت پر اساس کسان پر دندو ونه ګومارل شي، امنیتي ستونزې او د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه به ورځ تر بلې لوړه شي.