موکرجي: هند له افغانستان سره د ترهګرۍ په له منځه وړو کې کلک ولاړ دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66808
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-01

د هند ولسمشر پرناب موکر جي ویلي، هند د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ او کلک ملاتړی دی. موکرجي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته پرون په یوه استولي پیغام کې د کابل د پنجشنبې ورځې پر پولیس محصلینو برید غندلی دی. د کابل په په ځانمرګي بریدونو کې د ملي پولیسو شاوخوا ۳۵ نوي روزل شوي سرتېري په داسې حال کې ووژل شول چې په میدان وردګو کې د زده کړو د له پای ته رسولو وروسته د فراغت د سندونو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته روان وو. موکرجي په خپل پیغام کې دغه راز لیکلي: ((هند دا بې رحمانه برید په کلکه غندي او دا ښيي چې زموږ سیمه د تروریزم له لوري له لوی خطر سره مخ ده او دا خطر زموږ د سیمې امنیت، ثبات، سوله او پرمختګ ګواښي.)) ده همداراز ویلي: ((هند به د تروریزم د ټولو ډولونو پر ضد له افغانستان سره اوږه په اوږه ودرېږي. غواړم چې د کابل د بې رحمانه تروریستي برید په نتیجه کې د انسانانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړم.)) هند نه یوازې د افغانستان کلک سیاسي ملاتړی دی، بلکې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ځان د افغانانو د مهمو اقتصادي ملاتړ کوونکو تر څنګ درولی دی. دغه هېواد له افغانستان سره تر ۲زره ميلیون ډالره زیاته مرسته کړې او د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې پروژې یې پلې کړې دي.