متحده ایالاتو په ایران کې نهه کمپونه چې افغانانو ته پکې پوځي روزنه ورکول کیږي تشخیص کړي دي. یوې امریکایۍ مجلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتي چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه تصویرونه تازه د سټلایټ په مرسته اخیستل شوي او پکې لیدل کيږي چې په کمپونو کې افغانانو ته پوځي روزنه ورکول کیږي. د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، په قوي احتمال دغه کمپونه د ایران د سپاه پاسداران تر کنټرول لاندې دي او دلته روزل کیدونکي افغانان دسوریې جګړې ته استول کیږي. دترلاسه شویو معلوماتو پر اساس چې یوه برخه یې د امریکا له کانګرس سره هم شریکه شوې، په دغه مرکز کې افغان کډوالو ته په پوځي روزنه کې د درنو اوسپکو وسلو د کارولو او چاودېدونکو موادو په برخه کې روزنه ورکول کیږي.